بدخشان؛ ارغنج خواه ولسوالۍ کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۴۲
بدخشان؛ ارغنج خواه ولسوالۍ کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د یما پطرولیم په مالي ملاتړ د بدخشان ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ په شېوه دښته کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ چې شپږ ورځې مخکې پیل شوې وې، د آمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د شېوې، آمو، سپین غر، هندوکش، پامير او البرز لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې آمو لوبډلې د ٣ پر صفر نمرو په توپیر هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سياليو د پای په مراسمو کې د وزلوبې ملي فدراسیون رئیس غلام سرور جلال، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست تللي پنځه کسیز پلاوي، د بدخشان ولایت ورزشي آمر عبدالبصیر نیرومند، د بېلابېلو ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو استازو، د بدخشان ولایت دولتي چارواکو او د وزلوبې زرګونو مینوالو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د وزلوبې ملي فدراسیون رئیس ښاغلي غلام سرور جلال د لوبې په بریالۍ توګه ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې پلان لري په راتلونکي کې هم د افغانستان په تاريخي سيمو کې د وزلوبې د لا پرمختګ لپاره دغه ډول سیالۍ ترسره کړي.

ښاغلي جلال زیاته کړه: (دوه میاشتې وروسته په قزاقستان کې د وزلوبې نړۍوالې سیالۍ ترسره کېږي او هڅه کوو چې له همدا ډول سياليو څخه د ملي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي وټاکوو.)

د سياليو د پای په مراسمو کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

د وزلوبې ملي سیالۍ هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کېږي خو دا دویم ځل دی، چې د بدخشان په لېرې پرتې سیمې شېوې دښته کې يادې سیالۍ ترسره کېږي او زرګونه مینوال يې د لیدو لپاره راځي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۷
Background image

کاپیسا؛ رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم در ولسوالی اله‌سای آغاز شد

رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در ولسوالی اله‌سای آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها تیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۵
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی والیبال در لغمان

رقابت‌های انتخابی والیبال میان ۷۶ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لغمان، جمنازیوم ورزشی آمریت این ولایت آغاز شد.

در بازی نخست این رقابت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۳
Background image

پایان رقابت‌های فوتبال میان هشت تیم در پکتیکا

رقابت‌های فوتبال میان هشت تیم که از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیکا، در قریه کشیوال از مربوطات مرکز این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی. . .

BACK TO NEWS