بدخشان؛ ارغنج خواه ولسوالۍ کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۴۲
بدخشان؛ ارغنج خواه ولسوالۍ کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د یما پطرولیم په مالي ملاتړ د بدخشان ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ په شېوه دښته کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ چې شپږ ورځې مخکې پیل شوې وې، د آمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د شېوې، آمو، سپین غر، هندوکش، پامير او البرز لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې آمو لوبډلې د ٣ پر صفر نمرو په توپیر هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سياليو د پای په مراسمو کې د وزلوبې ملي فدراسیون رئیس غلام سرور جلال، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست تللي پنځه کسیز پلاوي، د بدخشان ولایت ورزشي آمر عبدالبصیر نیرومند، د بېلابېلو ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو استازو، د بدخشان ولایت دولتي چارواکو او د وزلوبې زرګونو مینوالو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د وزلوبې ملي فدراسیون رئیس ښاغلي غلام سرور جلال د لوبې په بریالۍ توګه ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې پلان لري په راتلونکي کې هم د افغانستان په تاريخي سيمو کې د وزلوبې د لا پرمختګ لپاره دغه ډول سیالۍ ترسره کړي.

ښاغلي جلال زیاته کړه: (دوه میاشتې وروسته په قزاقستان کې د وزلوبې نړۍوالې سیالۍ ترسره کېږي او هڅه کوو چې له همدا ډول سياليو څخه د ملي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي وټاکوو.)

د سياليو د پای په مراسمو کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

د وزلوبې ملي سیالۍ هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کېږي خو دا دویم ځل دی، چې د بدخشان په لېرې پرتې سیمې شېوې دښته کې يادې سیالۍ ترسره کېږي او زرګونه مینوال يې د لیدو لپاره راځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS