پکتيا؛ په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د سهاکو عالي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سهاکو عالي لېسې لوبډلې سيالې اباسين لوبډلې ته ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د يو پسه در څنگ بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.