زابل؛ مرکز قلات ښار کې د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د پوهنتون الف، پوهنتون ب، ولایتي روغتون الف او ولایتي روغتون ب لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبه کې یې د پوهنتون الف لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو د ولایتي روغتون الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د دولتي ادارو د کار کوونکو ترمنځ د همغږي په موخه ترسره شوې چې شپږ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره ورزش کارانو ته ورزشي توکي ورکړل شول.