لغمان کې د ټېپ بال کرکټ سوپر ۶ رمضان جام سیالۍ د عزیز خان کڅ ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري په یاد ولایت کې د ۳۲ لوبدلو ترمنځ د سوپر ۶ رمضان جام په نوم سیالۍ چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې، د عزیزخان کڅ ټایګر لوبدلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د عزیز خان کڅ ټایګر او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې افغان اتلانو لوبډلې د بچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او مقابلې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو شپږو اورونو کې د ۶۹ منډو هدف وتاکه، د عزیز خان کڅ لوبډلې یاد هدف د یو لوبغاړي په زیان سره د لوبې په څلورم اور کې پوره کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې د سیاليو په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته د اتلولي جام او ستاینلیکونه ورکړل شول.
