کندهار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د الفت ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په احمدشاهي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال ناک اوټ سیالۍ د الفت ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو پایلوبه د الفت ځوانانو او روح الله فضل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده؛ خو د الفت ځوانانو لوبډلې د پینالټي شوټ په وهلو سره خپلې سیالې روح الله فضل لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي، دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې پیل شوې، چې پایلوبې ته یې ورزشي مسوولانو، د دولتي او غیر دولتي ادارو مسولانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
