په هلمند کې د کبډي رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي رمضان جام سيالۍ د نوزاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نوزاد ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې لښکرګاه لوبډلې ته د ۴_۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.