کابل؛ ام البلاد لوبډلې د واليبال غوره ليگ درېيم پړاو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۴۱
کابل؛ ام البلاد لوبډلې د واليبال غوره ليگ درېيم پړاو سياليو اتلولي وگټله

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليگ درېيم پړاو سيالۍ د ام البلاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په ياد غوره لیگ کې ام البلاد، سپین غر، نښتر او پامیر په A گروپ کې او بالاحصار، بُست، هندوکش او نګین هریوا په B گروپ کې شتون درلود ، چې پايلوبې ته يې د ام البلاد او بست لوبډلو لار پیدا کړه، په پايله کې ام البلاد لوبډلې خپلې سيالې بست لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه. د دې لیګ درېیم مقام سپین غر لوبډلې وګاټه.

د لیګ د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د ملي راډیو تلویزیون رييس قاري محمد يوسف احمدي، د فوټبال ملي فدراسیون رييس محمد يوسف کارگر، د واليبال ملي فدراسيون سکرتر جنرال محمد ناصر نوري،د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د نشراتو او عامه پوهاوي رييس اتل مشواڼی، د واليبال فدراسیون اداري معاون محمد عارف پيمان، د خصوصي شرکتونو مسوولانو او د واليبال لوبې زرګونو مينوالو گډون کړی وو.

د دغو سياليو د ترسراوي په اړه د واليبال ملي فدراسيون سکرتر جنرال محمد ناصر نوري وويل : « له پيل نه تر اوسه پورې غوره ليگ ډېر ښه روان وو او په ښه شکل پای ته ورسېد، د ملي لوبغاړو تر څنګ ځوان لوبغاړي ډېر ښه ولوبېدل، چې دا د واليبال راتلونکي لپاره ښه خبره ده ، د دغه غوره ليگ غوره لوبغاړي، چې له ځانه يې وړتيا ښودلی، په راتلونکي کې به د ملي لوبډلې برخه وي.

د بست لوبډلې روزنکي محمد داوود مبارز بيا وويل: "موږ له پيل نه تر اوسه پورې ډېر ښه لوبېدلي و، په ټولو سياليو کې مو هيڅ ماته نه وه خوړلې. نوموړي زياته کړه؛ دغه ليگ لپاره مونږږ اووه مياشتې زيار ایستلی و، چې ښه نتيجه ولرو، الحمدلله ښه نتيجه مو ترلاسه کړه؛ خو قسمت مو نه و، چې د ياد غوره ليگ پايلوبه په خپل نوم کړو، ام البلاد لوبډلې ډېره ښه مسلکي لوبه وکړه، دا هغه څه وو، چې اتلولي يې په خپل نوم کړه."

د ياد غوره ليگ غوره لوبغاړی له ام البلاد لوبډلې څخه نصير احمد کوهستاني ونومول شو.

دغه سيالۍ، چې ۸ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.

د يادونې وړ ده، چې د غوره ليگ ټولې سيالۍ له ملي سپورټ تلويزون څخه د کام ایر هوایي شرکت او افغان تليکام په مالي ملاتړ خپرې شوې.

د سياليو د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام د لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

آغاز رقابت های کرکت تیب بال میان ۱۴تیم در در نورستان

رقابت های کرکت تیب بال میان ۱۴ تیم، از سوی نمایندگی فدراسیون ملی کرکت تیب بال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش نورستان، مرکز پارون آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها تیم ولسوالی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

برگزاری سمینار نظری فدراسیون شنا با حضور ۲۰ تن در بلخ

سمینار نظری شنا با حضور ۲۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون ملی شنا و آببازی در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ، در مرکز شهر مزارشریف برگزار شد.

این سمینار به‌ هدف بلندبردن سطح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ آغاز رقابت های لیگ تابستانی فوتسال میان ۱۰ تیم در شهر فیروز کوه

رقابت های لیگ تابستانی فوتسال میان ۱۰ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در مرکز شهر فیروز کوه آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها. . .

BACK TO NEWS