میدان وردګ، مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو ورزشونو مدیریت له لوري له څلورو ولایتونو د ۲۵ تنو لوبغاړو ترمنځ د یاد ولایت مرکز قوت الرمي کلب کې د رسۍ کشولو سیالۍ پای ته ورسیدې.
دغه سیالیو کې د صبغت الله لوبډلې لومړی مقام او د عرفان الله لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوی.
