ننگرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د سوک وهنې دوستانه سيالۍ تر سره شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له خوا، د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار معلم اول گل لوبغالي کې د لسو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ تر سره شوې.
په دې سیالیو کې له جلال اباد ښار او ولسوالیو څخه ۲۰ جوړو ورزشکارانو د یوه بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.
د يادونې وړ ده، چې ددې سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅول او ترمنځ یې د سالم رقابت رامنځته کول ښودل شوي.
دا سيالۍ په داسې حال کې ترسره شوې، چې شاوخوا څو اونۍ وړاندې د ياد ولايت په کچه د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ هم تر سره شوې وې.
