افغان کرکټ ملي لوبډلې انګلستان مات کړ
افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳نړۍوال جام پر دوام په خپله درېیمه لوبه کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.
خو انګلستانۍ لوبډې د لوبې په ۴۱ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر بایلوده.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره د توپوهنې په برخه رحمن الله ګربز ۸۰ او اکرام علي خېل ۵۸ لوړې منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې بیا مجیب الرحمن او راشد خان درې درې ویکتې ترلاسه کړې.
یاده دې وي، چې دا په روان نړۍوال جام کې د افغانستان درېیمه لوبه وه، چې له انګلستان څخه یې وګټله، افغان لوبډلې تر دې وړاندې بنګلادیش او هندوستان ته لوبې بایللې وې.
هېره دې نه وي، چې دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دویمه لوبه ده، چې په پنځوس اوریز نړۍوال جام کې یې ګټي.
