غزني؛ په ګیرو ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د ورزش امریت او نېزې وهنې فدراسیون له لوري د اندړو، ده یک او ګیرو ولسوالیو د ۹ لوبډلو ۳۶ نېزه بازانو تر منځ د ګيرو ولسوالۍ په پانه بازار ورزشي میدان کې د نېزې وهنې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د غزني ولایت د ورزش امریت او نېزې وهنې فدراسیون مسوولینو او د دې ورزشي رشتې ګڼ شمېر مینه والو برخه لرله.
د یادو سیالیو موخه د محلي – دودیزو سیالیو وده او پراختیا ده.
په پای کې د اندړو ولسوالۍ لوبډلې د زیاتو امتیازونو په درلودلو سره لومړی، ګیرو ولسوالۍ لوبډلې دویم او ده یک ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ، چې غوره لوبډلو او اس سپرو ته مډالونه او د اتلولۍ حکومه هم ورکړل شول.
