پکتیکا؛ په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د نېزه وهنې سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزس امریت او نېزه وهنې فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې موخه یې د نېزه وهنې دودیزې لوبې ته وده ورکول وو لومړی مقام یې اتفاق او دویم مقام زاولو لوبډلې په خپل نوم کړ.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
