کابل؛ د مرحوم مير عبدالرشيد بېغم په نوم د بوکسنګ لومړى پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۸:۵۷
کابل؛ د مرحوم مير عبدالرشيد بېغم په نوم د بوکسنګ لومړى پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک‌وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې په افغانستان کې د بوکسنګ بنسټ اېښودونکي مرحوم مير عبدالرشيد بېغم په نوم د بوکسنګ لومړى پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پر مهال د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رهبري غړو، د بوکسنګ فدراسیون مسوولينو او ورزشکارانو شتون درلود.

د يادو سياليو پر مهال د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري د ورزش له نړيوالو بنسټونو وغوښتل چي ورزش دې نه سياسي کوي او پر افغانانو دې پابندي نه لګوي.

ښاغلي اختري زياته کړه؛ د ورزش نړيوال بنسټونه دې ورزش له سياست څخه جلا کړي او اجازه دې ورکړي چې د افغانستان ورزش هم پرمختګ او وده وکړي.

د بوکسنګ په دغو سياليو د شپږ ننګرهار، لغمان، پکتیا، غزني، پروان او کابل ولايتونو ٤٠ ورزشکارانو ګډون درلود.

دغو سياليو چې دوه ورځې يې دوام وکړ موخه يې په افغانستان کې د بوکسنګ لومړني بنسټه ايښودونکي مرحوم استاد مير عبدالرشيد بېغم يادول دي.

په پاى کې غوره ورزشکار ته کپ، مډال او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS