د هيواد د ورزش ادارې رهبري او مشرتابه له نړيوالې او اسيايي المپيک کمېټې سره انلاين جلسه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۸:۵۵
د هيواد د ورزش ادارې رهبري او مشرتابه له نړيوالې او اسيايي المپيک کمېټې سره انلاين جلسه وکړه

د هيواد د ورزش ادارې مشرتابه او رهبري له نړيوالې المپيک کمېټې I.O.C له اسيا المپيک کمېټې Olympic Council Of Asia سره او همدارنگه د المپيک له همبستګي ادارې Olympic Solidarity سره پرون سه شنبه د غبرګولي مياشتې پر ۲۳ مه jun13 نېټه انلاين جلسه ترسره کړه.

په دې جلسه کې د افغانستان د ورزش د رهبري له خوا الحاج مولوي عبدلودود حقاني د هيواد د ورزس ادارې عمومي رئيس، ډاکټر ولي رحيمي، ډاکټر يونس پوپلزی، د المپيک ملي کمېټې لومړی معاون باور هوتک، د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ارشد مشاور محمد يوسف افتخار ګډون کړی و.

په دې مجلس کې له بهر څخه د نړيوالو المپيک په نماينده ګي جمېز ملکي وډ د نړيوالې المپيک کمېټې اجرائيه رئيس، جېروم د المپيک نړيوالې کمېټې د المپيکي کمېټو د اړيکو مسول، اوليور نيامکي د المپيک نړيوالې کمېټې د مالي برخې مسول، سميرا اصغري د نړيوال المپيک بورډ غړې او حسين المسَلَم د اسيايي شوری رئيس ګډون کړی و.

په ياده جلسه کې د دواړو اړخونو تر منځ د رغنده اړيکو پر دوام او لا پياوړتيا ټينګار وشو، همدارنګه نړيوالې المپيک کمېټې د افغانستان له المپيک کمېټې څخه يو ځل بيا خپل ملاتړ اعلان کړ او پر دې يې بحث وکړ، چې موجودې ستونزې بايد هوارې او يوه معقوله لاره ورته پيدا شي.

په دې ناسته کې د نړيوال المپيک کمېټې مسولينو ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان لوبغاړي او ورزشکاران به د روان عيسوي کال په سپټمبر کې په اسيايي لوبو کې ګډون وکړي او همدارنګه به د ۲۰۲۴ م کال په نړيوالو المپيکي لوبو کې هم افغان ورزشکاران ګډون او سيالۍ ترسره کړي.

په دې ناسته کې د افعانستان د ورزش د رهبري له خوا د نړيوالو ورزشي کمېټو له مسولينو مننه وشوه او پر دې جلسې يې خوښي وښوده. الحاج مولوي عبدالودود حقاني له نړيوالې المپيک کمېټې او نورو ورزشي ارګانونو وغوښتل، چې د افغانستان د ورزش د ودې، معياري کولو او پرمختګ لپاره دې خپلې مرستې او همکارۍ نه سپموي. همداراز يې غوښتنه څرګنده کړه، چې افغان ورزشکارانو ته په خارج کې د تمريناتي او روزنيزو کمپونو زمينه جوړه شي. ښاغلي حقاني صاحب له يادو مسولينو دا هم وغوښتل، چې افغانستان ته د ورزشکارانو د ښې روزنې او معياري خدماتو د وړاندې کولو په موخه بهرني مسلکي روزونکي راوليږي، همدارنګه يې يو ځل بيا په بهر کې پر ټول افغان ورزشکارانو او د ورزش د برخې پر مسولينو غږ وکړ، چې: (( هيواد ته راشئ او له موږ سره اوږه په اوږه د هيواد د ورزش لپاره خدمت وکړئ.))

د غونډې په پای کې دواړو اړخونو په دې هوکړه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په حضوري ډول ورته مجلس سره ولري او اړوند مسايل به له نږدې څخه وڅېړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS