د افغانســــــــتان د فوټبال فدراسیون او کويټي روزونکي عبدالله المطيري ترمنځ تړون لاسلیک شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون او د دې فدراسیون د نوي کويټي سر روزونکي عبدالله المطيري ترمنځ د روزنې دوه کلن تړون لاسلیک شو.
دغه تړون له روانې مۍ مياستې څخه د ۲۰۲۵ کال تر مۍ مياشتې پور د اجراء وړ دى.
په همدې موخه مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي او د فوټبال فدراسیون اړوند نورو مسوولینو شتون درلود.
په پيل کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې دا د وياړ ځاى وباله، چې د افغانســــــــتان فوټبال ملي فدراسيون د ورزشکارانو د لا ښې روزنې لپاره بهرنى روزونکى ټاکي، ترڅو ورزشکارانو ته انګېزه ورکړل شي.
ښاغلي کارګر زياته کړه؛ نوى سر روزونکى به په کابل او ولايتونو کې ټول وړ ورزشکاران په ګوته کړي؛ ترڅو د ملي لوبډلې په تشکيل کې سياليو ته راشي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل؛ نوى سر روزونکى به په افغانستان کې خپلو تمريناتو ته دوام ورکوي.
ورپسې د فوټبال فدراسیون نوي سر روزونکي عبدالله المطري خبرې وکړي نوموړي افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او دا يې د ځان او د افغان ورزشکارانو لپاره د بريا يو چانس وباله.
ښاغلي المطري وویل؛ له افغان ورزشکارانو سره به په ګډه د افغانستان د بريا لپاره کار وکړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې دننه او بهر به له افغان ورزشکارانو سره کار وکړي تر څو په نړيواله کچه لوبو کولو ته چمتو شي.
ښاغلي مطيري د افغانستان د فوټبال سطحې لوړول، د ستونزو حل او ۲۰۲۷ کال نړيوال جام کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ګډون له خپلو اصلي موخو څخه ياد کړ.
نوموړي له فوټبال فدراسیون څخه د صنف، لوبغالي او امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه.
همداراز ښاغلي المطري کابل ته له راتګ سره سم د روانې مۍ مياشتي په ٥ مه نېټه په کابل کې د فوټبال لوبغاړو ته تمريني کمپ هم پيل کړ، چې له هغه وروسته به دغه کمپ په سعودي عربستان کې هم ترسره شي، په دې کمپ کې به ټولو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي چې له هېواده بهر ژوند کوي.
ښاغلی المطیري د کويټ هیواد اوسېدونکی دی، د فوټبال په برخه کې یې د روزونکي په توګه دنده له ۲۰۱۷ م کال څخه پیل کړې. په یاده برخه کې یې د ځینو مهمو لوبډلو روزنه ترسره کړې ده.
باید یادونه وکړو، چې د افغانســــــــتان د فوټبال لوبډلې تېر کال ١٣ بهرني سفرونه درلودل، چې ښې لاسته راوړنې يې هم درلودلې دي.
