خوست؛ د لکڼو والیبال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۰:۱۴
خوست؛ د لکڼو والیبال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.

د دغه جام په دوام لومړۍ لوبه د کابل ډاکټر جمشېد او میدان هوایي جان محمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې جمشېد لوبډلې د ۳_۱ ميدانونو په ګټلو سره بريا خپله کړه.

دویمه لوبه د مجید هارون خېل او لکڼو ټنګ ټنګ کلي ذبیح الله لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې مجید هارون خېل لوبډلې په دوو ميدانونو بريا خپله کړه او سيالي يې په خپل نوم کړه.

هېره دې نه وي، چې په دغه جام کې د خوست ولایت د ۲۵ لوبډلو په ګډون د خیبر پښتونخوا له بنو، کابل، پکتیا او له میدان وردګ څخه هم د والیبال لوبډلو ګډون کړی، چې د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS