د بغلان او سرپل لوبډلو د وزلوبې ټورنمنټ پایلوبې ته لار ومونده

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۹:۳۵
د بغلان او سرپل لوبډلو د وزلوبې ټورنمنټ پایلوبې ته لار ومونده

په بلخ کې د وزلوبې سیالیو په دوام نن دوشنبه د څلورو لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې دوه سیالۍ ترسره شوې، چې ورسره د پایلوبې لوبډلې هم معلومې شوې.

د نن ورځې لومړنۍ سیالي د بلخ او سرپل لوبډلو ترمنځ وشوه، چې یاده لوبه په ټاکلي وخت کې ۲ – ۲ مساوي پای ته ورسېده؛ خو په اضافي وخت کې سرپل یو بل امتیاز هم ترلاسه کړ او پایلوبې ته یې لار ومونده.

په دې سیالي کې نجیب او سرور یوـ یو امتیاز د بلخ لپاره او همدا راز جاوېد دوه او خلیل پهلوان یو امتیاز د سرپل په نوم ثبت کړ.

دویمه نیمه پایلوبه بیا د بغلان او بدخشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دا سیالي په ټاکلي وخت کې د ۲ – ۱ امتیازونو په توپیر بغلان لوبډلې وګټله.

په دې سیالي کې سعد الحق او فضل یوـ یو امتیاز د بغلان لپاره او بصیر بابا عاشور بیا یو امتیاز د بدخشان لپاره واخیست.

د بلخ او بدخشان لوبډلې به د سه شنبې په سهار لس بجې د درېیم مقام لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او ګټونکې لوبډله به د روان ټورنمنټ درېیم مقام خپل کړي.

د بغلان او سرپل لوبډلو ترمنځ به د پایلوبې سیالي د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه په مزارشریف کې د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې ترسره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!

دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۱
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار در کابل

رقابت‌های انتخابی طبما میان ۱۵۰ ورزشکار از سوی فدراسیون ملی طبما در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، با حضور مسوولان اداره ورزش و فدراسیون طبما، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری ریاست. . .

BACK TO NEWS