د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د مشرتابه له لوري د کام ایر ، غضنفر او کفایت ګروپ مسؤلین وستایل شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۴:۸
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د مشرتابه له لوري د کام ایر ، غضنفر او کفایت ګروپ مسؤلین وستایل شول

د هیواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رئیس نظرمحمد مطمئن او مله پلاوي له لوري ، په مزار شریف کې د کام ایر هوایي شرکت، غضنفر او کفایت ګروپونو مسؤلین له ورزش سره د همکارۍ په پار، په ستاینلیکونو او د ویاړ پګړیو په ور په سر کولو سره وستایل شول.

په دې ستاینغونډه کې د ښاغلي نظر محمد مطمئن ترڅنګ د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، لیکوال او د هیواد فرهنګي شخصیت استاد محمد زمان مزمل او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

یادو شرکتونو او مسولینو د ورزش په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې وه، د بېلګې په توګه کام ایر هوایي شرکت د والیبال له ملي لوبډلې سره د مالدیف هیواد په سیالیو کې او همدا شان غضنفر او کفایت ګروپ په بلخ کې د وزلوبې په ټورنمنټ او په یو شمېر نورو برخو کې همکارۍ کړې وې.

د یادولو ده، چې د هیواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس نظرمحمد مطمئن او ورسره مل پلاوی د څو ورځو راهیسې په بلخ ولایت کې دی او هلته یې له ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو سمیه ییزو چارواکو سره د لیدلو ترڅنګ ، له هغوی سره د ورزش په برخه کې د بېلابېلو موضوعګانو په تړاو خبرې اترې کړي دي.

بلخ ولایت ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مشرتابه دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې هلته د هیواد په کچه د یوولس ولایتونو تر منځ د وزلوبې ټورنمنټ هم پیل شوی ، چې د روان کال د کب میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

مسابقات فوتسال با اشتراک ۲۲ تیم در ولسوالی رستاق ولایت تخار به پایان رسید

رقابت‌های فوتسال تحت عنوان جام هم‌بستگی از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت تخار با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان بیست‌و دو تیم که از سه روز به اینسو در ولسوالی رستاق. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

مسابقات کورش میان ۱۰۰ ورزشکار در مرکز ولایت جوزجان برگزار گردید

رقابت‌های کورش از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت جوزجان میان ۱۰۰ ورزشکار از مربوطات مرکز و ولسوالی‌های این ولایت برای مدت یک روز در شهر شبرغان. . .

BACK TO NEWS