د افغانستان د اسکي ملي لوبډلې مسکو هیواد ته د سیالیو په موخه سفر وکړ
د افغانستان د اسکي ملي لوبډلې د اسیا په کچه په اسکي سیالیو کې د ګډون په موخه مسکو هیواد ته سفر وکړ.
د یادو سیالیو له ملي لوبغاړو سره د المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست عمومي ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن ناسته وکړه، ښاغلي مطمئن له څوارلسو کلونو کم عمره ملي لوبغاړي وهڅول؛ ترڅو په یادو سیالیو کې ښه وځلیږي او د افغانستان نوم اوچت کړي.
دغه سیالۍ د اسیا د ماشومانو د سپورټ کمېټې له لوري د اسیايي هیوادونو په کچه پیل شوې دویمې سیالۍ دي، چې تر دې مخکې د افغانستان له څوارلسو کلونو کم عمره ملي لوبډلې پکې ګډون نه و کړی.
یادې سیالۍ د ۱۵ ورځو لپاره ترسره کېږي او د مارچ میاشتې له ۱۷مه نېټې وروسته به، ملي لوبډله خپل هیواد ته راستنه شي.
په دغو سیالیو کې ګډون کوونکو لوبغاړو ژمنه وکړه، چې د بریا لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، دوی همدا راز وویل، چې د یادو لوبو لپاره یې بشپړ تمرینات کړي دي.
