د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې مالدیف هیواد ته د والیبال په نشنل کپ سیالیو کې د ګډون په موخه سفر وکړ
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مالدیف هیواد د والیبال په نشنل کپ سیالیو کې چې څلور هیوادونه به پکې ګډون وکړی یاد هیواد ته سفر وکړ.
د همدې سفر په موخه د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن د والیبال د ملي فدارسیون له مسولینو او د والیبال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه، ښاغلي مطمئن د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه:
ستاسو ښه کارکردګي او ښه لوبېدل یوازې ستاسو افتخار نه؛ بلکي د ټول افغانستان افتخار دی، ده همدا راز د والیبال د ملي فدراسیون د مسولینو زحمتونه وستایل، چې له شته ستونزو سره ـ سره یې دا زمینه مساعده کړه، ترڅو ملي لوبډله په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
د دې ترڅنګ ښاغلي مطمئن د والیبال ملي لوبډلې له سپانسر کوونکي کامیر هوایي شرکت څخه مننه وکړه او د دوی همکاري یې وستایله.
همدا شان د والیبال ملي لوبډلې روزنکي او کفتان د یادو سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د یادو سیالیو د اتلولۍ لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
د نشنل کپ په دغو سیالیو کې چې د فبروۍ له ۲۰نېټې څخه تر ۲۷نېټې پورې به دوام وکړي، د کوربه هیواد مالدیف په ګډون پکې د افغانستان، مالیزیا او د سنګاپور هیوادونو ملي لوبډلې شاملې دي.
