بادغیس ولایت کې د فوټسال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
دا سیالۍ چې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا پیل شوې لا هم دوام لري.
د دې سیالیو په دوام د تیرې ورځې لومړۍ لوبه د « د بازتاب او کوهستان» لوبډلو ترمنځ وشوه چې د « ۲۰ – ۰» پایلې سره کوهستان لوبډلې وګټله او دویمه سیالۍ بیا د « تک ستاره او نهضت» لوبډلو ترمنځ وه چې د «۹ – ۵» پایلې سره د نهضت لوبډلې په بري تمامه شوه.
د فوټسال یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پیژنده، د ورزشکارانو څخه ملاتړ، د ځوانانو یووالی او لېرو پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي چې څو ورځې به دوام وکړي.
