د اختر دوهمه اونۍ په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې ۵۰ ورزشي فعالیتونه ترسره شوي.
د ا.ا.ا د بدني روزنې او ورزش ریاست او ددې ریاست اړوند ځایي ولایتي آمریتونو د هېواد په بیلابېلو ولایتونو کې د کوچني اختر په دوهمه اونۍ هم پراخ ورزشي فعالیتونه لرل چې په زرګونو هېوادوالو پکې ګډون کړی ؤُ. دلته مو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېرې اونۍ د بیلابېلو ورزشي فعالیتونو لړلیک او لنډ جاج را اخیستی:
۱. په کندز کې د کورش سیالۍ ترسره شوې.
۲. په غزني ولایت کې د پنځو ولسوالیو تر منځ د د نیزه وهنې سیالۍ وشوې.
۳. په سمنګان ولایت کې د کوچني اختر په مناسبت د کورش سیالۍ وشوې.
۴. بامیان کې د طبما سیالۍ ترسره شوې.
۵. د قوت الرومي فدراسیون د اتلولۍ سیالۍ د لوی اختر په مناسبت د قون الرومي فدراسیون په مرکزي کلب کې ترسره شوې.
۶. خوست: د ګربزو ولسوالۍ اړوند مشې کلي کې د کرکټ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
۷. میدان وردک؛ علي همت لوبډلې د والیبال سیالۍ اتلولي ترلاسه کړه.
۸. په سمنګان کې د والیبال سیالۍ د خورشید دواب والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
۹. کاپیسا؛ د مولوي احسان الله ټیم د مولوي اظهار الله لوبډلې ته ماتې ورکړه.
۱۰. د جوزجان ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت د کورش لوبې ترسره کړې.
۱۱. بلخ؛ عامې روغتیا فوټسال لوبډلې د رمضاني جام اتلولي وګټله.
۱۲. په بامیانو کې د والیبال سیلۍ ترسره شوې.
۱۳. پکتیکا؛ اتفاقA لوبډلې د نیزه وهنې لوبې اتلولي ترلاسه کړه.
۱۴. دبغلان ولایت په مرکز پلخمری کې د کورش يا غېږنېونې سېالۍ ترسره شوې.
۱۵. د دایکندي ولایت خدیر ولسوالۍ کې د MMA او کیوان کیک بکسنګ سیالی وشوې.
۱۶. د ممله باغ د واليبال سيالۍ د بوډيالۍ لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسيدې.
۱۷. د هلمند په اوو ولسواليو کې د کورش دوستانه سيالۍ وشوې.
۱۸. وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې ۱۷۰ لوبډلو ترمنځ د فتحې جام په نوم د والیبال ټورنمنټ پای ته ورسېد.
۱۹. بغلان کې د دوه رشتو ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت په زړه پورې نندارې ترسره کړې.
۲۰. د زرغون افغانستان په نوم د کرکټ سیالیو پیل؛ میوند ساتونکو د پامیر لېجېنډز لوبډله په لومړۍ لوبه کې ماته کړه.
۲۱. د فوټبال د ۱۶کلنو ملي لوبډله تاجکستان ته روانه شوه.
۲۲. پکتیا؛د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
۲۳. د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د کوچني اختر په پار ورزشي نندارې ترسره کړې
۲۴. په ایران کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست استازي د دغه هیواد د رزمي ورزشونو انجمن له مشر سره وکتل.
۲۵. د تکواندو په برخه کې د روزنې لپاره د هېواد څلور تنه ملي او بین المللي روزونکي په روزنیز ورکشاپ کې د ګډون لپاره اذربایجان ته روان شول.
۲۶. پروان؛ د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې
۲۷. د حقمل لوبډلې د ارزګان د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
۲۸. اذربایجان؛ د تکواندو په روزنیز ورکشاپ کې څلور افغان استازي برخه لري
۲۹. غور؛ اهنګران لوبډلې د فوټبال الف ليګ اتلولي ترلاسه کړه
۳۰. د غزني د ورزشي مسوولینو له خوا د ورزشکاران ستایل کېدل
۳۱. هلمند؛ محمدي کلپ لوبغاړو د کوچني اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره کړې
۳۲. د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د والیبال اختریز ټورنمنټ پای ته ورسېد.
۳۳. خوست: د اختر ډالۍ په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
۳۴. بغلان کې د کرکت سیالۍ ترسره شوې
۳۵. په کندز کې د والیبال سیالۍ د کندز منتخبې لوبډلې په اتلولې پای ته ورسیدې.
۳۶. جوزجان کې د ۱۱ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شو.
۳۷. د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د فوټبال جام سیالۍ پيل شوې.
۳۸. پکتیا؛ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال تورنمنت پای ته ورسېده
۳۹. د هېواد د وېلچر باسکټبال ملي لوبډله ټایلنډ ته روانېږي.
۴۰. خوست: د ګربزو په ولسوالۍ کې د اختر ډالۍ په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
۴۱. د پروان اتحاد لوبډلې ددې ولایت د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه
۴۲. د پروان اتحاد لوبډلې ددې ولایت د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه
۴۳. د کابل د فوټسال غوره لیګ پچه اچونه ترسره شوه.
۴۴. تیم ولسوالی غوربند قهرمان رقابتهای والیبال ولایت پروان شد.
۴۵. د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست نوي رئیس په کار پیل وکړ.
۴۶. غزني؛ جاغوري کې د ښوونځیو د شاګردانو ترمنځ د فوتسال سیالۍ روانې دي
۴۷. په پروان کې د تکواندو ۲۴ لوبغاړو د کمربندونو ارتقاء وکړه.
۴۸. د ووشو د غوراوي سیالیو نهم پړاو په تخار ولایت کې پاي ته ورسېده.
۴۹. کابل؛ د کورش پسرلنۍ اختریزې سیالۍ پای ته ورسیدې .
۵۰. غزني؛ په قره باغ ولسوالۍ کې د فوټبال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو.