د ننګرهار ولایت درۍ تنو لوبغاړو خپلو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړه.
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ازادو لوبو د فدراسيون درۍ تنو ورزشکارانو (مصور فکرى ، شيرالله او حسين) په خوست ولايت کې د خپلو پاکستاني سيالانو په وړاندې د فري فایټ په سیالیو کې بريا خپله کړه.
یادې سیالۍ وړمه ورځ د خوست ولایت په اماني لوبغالي کې د ایران او پاکستان هېوادونو، پلازمینې کابل، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو د فري فایټ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د ورزشي او امنیتي مسؤولینو ترڅنګ زرګونو تنو مینوالو پکې ګډون کړی و.
