ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اتمه ناحیه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ایلیون سټارز لوبډلې له خپل ۱۴۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې صافي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
