کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال C ليګ سيالۍ د اميد آرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اميد آرمان لوبډلې خپلې سيالې جوانان بېک لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ياد ولايت فوټبال B ليګ ته د غوره لوبډلې موندلو په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
