د کابل ښار د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري د ورزش ادارې په ميوند ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار له بېلابېلو کلبونو څخه د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پیل په مراسمو کې د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د کورش فدراسيون فني او مسلکي مرستيال محمد اشرف تقدیر او د کورش ورزشکارانو ګډون کړی وو.
دغه سيالۍ د ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او د ۶۰ کيلو ګرام څخه تر +۱۰۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، په پايله کې به يې ۵۶ ورزشکاران، چې ۲۸ تنه د کورش او ۲۸ تنه د سامبو برخې منتخبو لوبډلو ته وټاکل شي.
د يادو سياليو موخه د کابل ښار د کورش او سامبو منتخبو لوبډلو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې درې ورځې به دوام وکړي
