خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې، په پايلوبه کې اتلانو کابل لوبډلې خپلې سیالې پاڅون لټکوال کلب لوبډلې ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
