د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې هند ته هم ماته ورکړه
له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په اتو غوره لوبډلو پړاو کې هند ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان په ګروپي پړاو له درې بریاوو او دوه ماتو سره د دغو سیالیو په C کټګورۍ کې ځای خپل کړ.
افغان ملي لوبډله به د C کټګورۍ هېوادونو په نیمه پایلوبه کې له هنګري سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
یادې سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو په ګډون د آزربایجان په د روانې میلادي میاشتې پر ۲۴مه پیل شوي او تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.
