له ۱۵ کلونو کم عمره لوبډلو د فوټبال په نړیواله جشنواره کې د افغانستان درېیمه بریا
د افغانستان له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال په نړیواله جشنواره کې ( چې د اذربایجان هیواد په کوربتوب جوړه ده) له سوډان هیواد څخه د ۳ـ ۱ ګولونو په توپیر لوبه وګټله.
له دې څخه وړاندې افغانستان له سیرالیون او جیبوتي هیوادونو څخه هم لوبې ګټلې وې.
یادې سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو په ګډون د آزربایجان په کوربتوب د اکتوبر ۲۴مه پیل شوي، چې افغانستان به په AE ګروپ کې له روسیې، ترکیې، سیرالیون، سوډان او جیپوټي هېوادونو سره سیالۍ ولري.
