د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جشنواره کې دویمه سیالي هم وګټله
له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیوال جشنواره کې دویمه لوبه له جیبوتي هیواد څخه د ۳ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.
په دغه سیالي کې د افغانستان په ګټه رامین سلطاني، شهزاده سلطاني او خیر محمد نظري یو ـ یو ګول ترسره کړ.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سرالیون هېواد څخه د ۲ – ۱ ګول په توپیر ګټلې او درېیمه لوبه به له ترکیې سره وکړي.
یادې سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو په ګډون د آزربایجان په کوربتوب نن( د اکتوبر ۲۴مه) پیل شوي، چې افغانستان به په AE ګروپ کې له روسیې، ترکیې، سیرالیون، سوډان او جیپوټي هېوادنو سره سیالۍ ولري.
