بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شریف پهلوان لوبډلې خپلې سیالې برین لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې په موخه وشوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
