بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.
د یادو سياليو په پايلوبه کې د ډاکټرحمایت الله لوبډلې د یو پر صفر ميدان په توپير خپلې سیالې عادل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ والیبال لوبو ته د ودې ورکولو په موخه تر سره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
