کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په فلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قاري خبیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې قاري خبیب لوبډلې د ۲ پر ۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې حاجي رئیس لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
