هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جوانان اميري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې جوانان اميري لوبډلې خپلې سيالې جميل يارانو لوبډلې ته د ۳-۰ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت په موخه وشوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
