لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په عليشنگ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې دوام وکړ د حاجي جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې حاجي جاويد لوبډلې خپلې سيالې کوټالۍ لوبډلې ته د ۳- صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
