پکتیکا؛ ډيله ولسوالي کي د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي په همغږۍ او د ډیله ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د یاد ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شه.يد عبدالرحمن لوبډلي په بریا پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې شه.ید عبدالرحمن لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې خپلې سیالې میراخان لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه په مقابل کې میراخان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۳ منډې جوړې کړې او لوبه د ۱۸ منډو په توپیر عبدالرحمن لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کریکت ته وده ورکول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
