خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ادریس لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ادریس لوبډلې د ۳۵ پر ۳۲ نمرو په توپیر خپلې سیالې زبیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
