د غمرازۍ پېغام
په ډېر خواشینۍ سره بیانوو، چې د هوایي ورزشونو د فدراسیون رئیس نوید پوپل نن په بامیان ولایت کې د تمریناتو پر مهال را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.
د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید پوپل په مړينه ژوره خواشیني څرګندوي، د نوموړي مړينه د افغانستان د ورزش په ځانګړي ډول د هوایي ورزشونو د فدراسیون لپاره ستره ضایعه بولي. نوموړي ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
انا لله وانا الیه راجعون
