هلمند؛ د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې
د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هېواد له شپږ زونونو څخه د شپږو اتلو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست آریانا لوبډلې په اتلولي د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزمې او ورزش عمومی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د فوټبال فدراسیون فني غړو، د هلمند ولایت ورزشي مسؤولانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو پایلوبه کې د خوست آریانا لوبډلې د ۵ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې د کندز پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په ټوله کې د ١٢ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او د هرات عمر ځواک لوبډلې دویم مقام خپل کړ او د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالیو ته یې لار ومونده.
دا سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د دوه غوره لوبډلو د لارموندنې په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
