پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٣٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د احسان محمدخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې احسان محمدخېل لوبډلې د ٦٨ منډو په توپیر خپلې سیالې عمبرخېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
