د ووشو افغان ورزشکار د ووشو اسایي سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه
د ووشو افغان ورزشکار محمد خالد هوتک د ووشو شانګهای سازمان اسیایي سیالیو څخه په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې له مبارزې پرته د برنزو مډال وګاټه.
دغه وزرشکار به د سپینو رزو مډال پر سر سبا( یکشنبه، د جنګاښ ۷مه) له ایراني سیال عرفان محرمي سره سیالۍ وکړي.
یادې سیالۍ د چین په کوربتوب د ۱۸ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۶مه پیل شوي او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولي ۶ورزشکاران ګډون پکې لري.
