لغمان کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د ختیځ زون بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدراسیون په لارښوونه د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د لغمان، کونړ او ننګرهار ترمنځ د ختیځ زون په کچه د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ننګرهار لومړی، لغمان دویم او کونړ بیا درېیم مقام خپل کړ.
