خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې د نویو ځوانانو له ډلې انور، سید داؤود او سمیع الله. د ځوانانو له ډلې ابراهیم، نبي ګل او ارمان الله او د لویانو له ډلې عبدالرحمن، طارق او نورستان د خوست ولایت د پارکور ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
