هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې کلي بادام لوبډلې له خپل ۱۷۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د نهو منډو په توپیر خپلې سیالې کارېز زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
