پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوولس ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یوولس ستورو لوبډلې له خپل ۱۱۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې وزیرستان زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
