افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه
د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.
دغو سیالیو څخه د برنزو دوه نور مډالونه معراج الدین چکمار په ۶۶ کیلو ګرام او ذبیح الله احساني په ۸۱ کیلو ګرام وزنونو وګټل.
یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب د ۲۸ هېوادو په ګډون د غبرګولي پر ۲۱مه پیل شوي او نن (د غبروګولي ۲۴مه) پای ته ورسېدې، چې د افغانستان په استازولي د کورش ، سامبو او رستمي غېږنیونې د فدراسیون رییس سید محمد ضیا دشتي په مشرۍ شپږ ورزشکارنو، یو روزونکي او څلور لوبڅارنو دغو سیالیو کې ګډون کړی.
