لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پریانه مرکز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پریانه مرکز لوبډلې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې پریانه شترلام لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ.
