هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اسحاق اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اسحاق اتلانو لوبډلې له خپل ٢٠٠ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٢١ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګربز الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
