هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د احسان ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې احسان ځوانانو لوبډلې له خپل ۱۵۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د نهو منډو په توپیر یې خپلې سیالې همراز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
